والټس: بایډن دې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتو په اړه ځواب ورکړي

ارشیف: د ۲۰۲۱ کال اګست کې د کابل په هوايي ډګر کې د خلکو ګڼه ګوڼه او د امریکايي ځواکونو له لوري د تخلیې پروګرام یو انځور

د امریکا د استازو جرګې یو جمهوریپال غړي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د عملیاتو پرمهال د ۱۳ امریکايي پوځیانو د وژل کېدو په اړه د ولسمشر جوبایډن له ادارې سره د حساب کتاب غوښتنه کړې.

د استازو په جرګه کې د فلوریډا استازي مایک والټس له فاکس نیوز چینل سره په خبرو کې ټینګار کړی چې باید د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته قانع کوونکی ځواب ورکړل شي.

والټس همداراز غوښتنه کړې چې له افغانستانه د وتلو د عملیاتو په څېر، چې عواقب یې لاهم په امریکا کې پاتې دي نور داسې عملیات باید تکرار نه شي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د عملیاتو پرمهال د کابل په هوايي ډګر کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې یوه انتحاري حمله وشوه چې په نتیجه کې یې ۱۷۰ تنه ملکي افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.

سپینې ماڼۍ تل د کابل له هوايي ډګر څخه د انتقال د پروسې دفاع کړې او ویلي یې دي چې د دې پنځلسو ورځو په ترڅ کې یې له ۱۲۴ زرو زیات افغانان له دې هېواده رااېستلي دي.