د طالبانو او پاکستان اړيکو ته د 'ايسټ ايشيا فورم' خپرونې کتنه

ارشيف

ایسټ ایشیا فورم خپرونه:

ایسټ ایشیا فورم خپرونې د افغان طالبانو او پاکستان د اړیکو په اړه په یوه لیکنه کې ویلي، پاکستان د امریکا د متحدو ایالتونو په شمول له نړیوالو غواړي چې له طالبانو سره هر اړخیز تعامل وکړي، خو د اسلام اباد حقیقي لېوالتیا څرګنده نه‌ده ځکه چې پاکستاني ضد ترهګرې ډلې په افغانستان کې ازادې دي او له طالبانو سره د پاکستان اړیکې ډېرې ښې نه ښکاري.

د دې لیکنې لیکوال کلوډ راکیسیټس (Claude Rakisits)، چې د استرالیا د ملي پوهنتون استاد دی، د سپټمبر په میاشت کې امریکا ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو سفر ته اشاره کوي او وايي نوموړي هلته له طالبانو سره د امریکا د بشپړ تعامل خبره بیا بیا تکرار کړه.

ده استدلال کاوه چې له مرستو پرته به د افغانستان اقتصاد سقوط وکړي او په نتیجه کې به یې د ښځو د حقونو وضعیت نور هم خراب شي او بشري بحران به رامنځته شي.

دا ډول خبرې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف هم د سپټمبر په ۲۳مه د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون لپاره د امریکا د سفر په ترڅ کې تکرار کړې.

ده وویل چې که د انزوا پر ځای له طالبانو سره هر اړخیز تعامل وشي او اقتصادي ملاتړ یې وشي، مثبت ځواب به ووايي.

خو د ایسټ ایشیا فورم د لیکنې د لیکوال په باور دا ډول خبرې احتمالاً پاکستان له طالبانو سره د خپلو خرابو اړیکو د ښه کولو لپاره کوي.

لیکوال د خپلو خبرو د دفاع په توګه وايي چې تر اوسه د دواړو هېوادونو ترمنځ بشپړې ډیپلوماتیکې اړیکې نه‌دي ټینګې شوي او له میاشتو راهیسې وزیرانو د یو بل هېواد ته سفر نه‌دی کړی.

کلیرنس جابز خپرونه:

د کلیرنس جابز (clearancejobs) په نوم امریکايي خپرونې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپرې کړې: "د امریکا په استازو جرګې کې به د افغانستان په اړه د سوال او ځواب په غونډه کې کوم مسایل شامل وي."

په دې لیکنه کې وړاندې لولو: د وروستۍ اوونۍ له انتخاباتو وروسته، داسې ښکاري چې د امریکا د استازو جرګه به ممکن د افغانستان په اړه د یوې بلې استماعیه غونډې غوښتنه وکړي.

د امریکا سنا جرګې په ۲۰۲۱ کې په دې موضوع غونډه لرله، خو د مشرانو یا استازو له بدلېدو رابدلېدو سره د سیاستوالو د بحث موضوعات هم بدلېږي.

خپرونه زیاتوي، که مایکل مک کال د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس شي، ده مخکې لا اشاره کړې وه چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه څېړنې کوي.