د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا کابل کې د سیمې د هېوادونو له سفیرانو سره د همکاریو د تقویت په موخه خبرې اترې کړي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما نن پر خپلې ټوېټر پاڼه لیکلي؛ سیمهییز هېوادونه افغانستان سره د سوادګرۍ، انرژۍ او نورو تجارتي مالونو په راکړه ورکړه کې مهم رول لري.
SRSG Otunbayeva convened regional Ambassadors in #Kabul to bolster cooperation in #Afghanistan. The region plays an important role in trade, energy & delivering vital goods. More efforts needed from all to help Afghans live in peace, with economic stability & education for all. pic.twitter.com/ZdLNc47y5M
— UNAMA News (@UNAMAnews) November 11, 2022
د یومانا د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي دي، د افغانانو د سولهییز ژوند، اقتصادي ثبات او زدهکړو ته د ټولو د لاسرسي لپاره ډېرو هڅو ته اړتیا ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د سیمې او نړۍ هیڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی خو ځیني هېوادونه لکه پاکستان، ایران، چین او ورسیه ورسره ډپیلوماټیکې اړیکې لري.