ملګري ملتونه: له دندو څخه د ښځو بې برخې کېدل ډېرې مېرمنې د نشه‌يي موادو کاروبار ته اړې کړي دي

ارشيف

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د رسمي وظيفو او کاري فرصتونو له محدودیت سره، اوس ډېرې ښځې د نشه يي موادو په کاروبار کې ښکېلې شوي دي.

دا راپور چې د نشه‌يي موادو په کاروبار کې د ښځو د نقش او پر ښځو د نشه‌يي موادو د اغېز په اړه چمتو شوی، په افغانستان کې له (۹) داسې ښځو سره خبرې شوي چې، د نشه يي موادو د کاروبار په بېلابېلو برخو کې ښکېلې دي.

دې ښځو ويلي چې د اقتصادي او اجتماعي دلايلو له مخې يې د نشه يي موادو کاروبار ته مخه کړې ده، خو د دې کار د دوام لوی علت يې مالي ستونزې یادې کړي دي.

په دې راپور کې ويل شوي، په دولتي ادارو او ازاد کار په ساحو کې د ښځو د کار مخنيوی به دوی دې ته اړباسي چې، د خپلې کورنۍ د مالي لګښت پوره کولو له پاره نورو کارونو ته لاس واچوي، له دې جملې څخه يو هم د نشه يي موادو کاروبار دی.

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په دې راپور کې راغلي چې: "له هېواد څخه دباندې د نشه يي موادو قاچاق او پر معتادینو د دې موادو خرڅول د هغو ښځو عادي فعالیتونه دي چې د نشه يي موادو په کاروبار کې ښکېلې دي، خو د وخت په تېرېدو سره دا ښځې د هېروينو جوړولو په ګډون، د نشه يي موادو د جوړولو په نوښت کې هم ورګډې شوي دي. دغه ډول ښځو د نشه يي موادو د قاچاقو ډلې ته د نورو خلکو د جلب په برخه کې هم رول لوبولی دی."

نشه‌يي توکي، انځور - ارشيف

د نشه يي موادو له دې (۹) قاچاق کوونکو ښځو له جملې څخه (۸) يې ويلي چې، د طالبانو د حکومت په راتلو سره د دوی له‌پاره د نشه يي موادو قاچاق اسانه شوی دی، ځکه د هېواد پر پوله او ښارونو کې ښځينه پوليسې نشته او د طالبانو نظاميان دوی داسې نه تلاشي کوي چې بدن ته يې لاس ور وړي.

موږ وغوښتل چې د نشه يي موادو په کاروبار کې د ښځو د ښکېلتیا او نشه يي موادو د قاچاقو د مخنيوي لپاره د ښځينه پولیسو د نشتوالي په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم وپوښتو، خو بريالي نه شو چې په دې اړه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د وياند نظر ولرو.

د معتادینو د درملنې د برخې ارواپوهه سيمينه يادګاري وايي، ځينې ښځې د اقتصادي او اجتماعي اړيکو له امله د نشه يي موادو د مافيايي ډلو په لومه کې نښلي.

قاچاق کوونکي هڅه کوي هغه نجوني چې د نشه يي موادو د قاچاقو شک نه ورباندې کېږي په يو ډول له ځانو سره ولري."

نوموړې وايي: "هغه مېرمنې چې د کارګرو په صفت په ځمکو کې کار کوي، ورو ورو له دې سره اشنا کېږي چې له دې کښت او موادو څخه څنګه پيسې په لاس راوړي. بله مسئله چې په کابل کې پېښېږي هغه د هلک او نجلۍ تر منځ د مينې اړیکه ده، دا ډول اړيکې نجوني په يو ډول د نشه يي موادو د قاچاق کوونکو او معتادینو کړۍ ته ورنژدې کوي. قاچاق کوونکي هڅه کوي هغه نجوني چې د نشه يي موادو د قاچاقو شک نه ورباندې کېږي په يو ډول له ځانو سره ولري."

په ۱۳۹۹ شمسي کال کې د پخواني حکومت له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په وروستي راپور کې راغلي وه چې، د نشه يي موادو د قاچاقو په تور له (۱۷۹) تورنو کسانو څخه (۳۵) يې ښځې دي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت تازه اعلان کړی چې، دوی په تېر يوه کال کې د (۲۰۰۰) په شاوخوا کې د نشه يي موادو قاچاق کوونکي او خرڅوونکي نيولي دي، خو په دې نيول شويو کسانو کې يې د ښځو د شمېر يادونه نه ده کړې.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

Your browser doesn’t support HTML5

ملګري ملتونه: له دندو څخه د ښځو بې برخې کېدل ډېرې ښځې د نشه يي موادو په کاروبار اړې کړي