د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر محسن داوړ له اشرف غني سره ليدلي

پخوانی ولسمشر اشرف غني او د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر محسن داوړ

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر او د پاکستان د ملي جرګې غړي محسن داوړ ویلي چې په متحده عربي اماراتو کې یې د افغانستان له پخواني ولسمشر اشرف غني سره کتلي دي.

داوړ پر خپله ټوېټرپاڼه د افغانستان له پخواني ولسمشر سره د خپل عکس د خپرولو ترڅنګ لیکلي چې اشرف غني په افغانستان او سیمه کې د سولې لپاره کار کولو ته ژمن دی.

ښاغلي داوړ نور جزییات نه‌دي څرګند کړي.

له بلې خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په پاکستان کې له افغانانو سره پر بد چلند غبرګون ښوولی دی.

پښتین ویلي چې افغانان په غیرقانوني ډول نیول کېږي او بې عزته کېږي.