د بښنې نړيوال سازمان: روسيه له اوکراين څخه په زوره ملکيان کوچوي

ارشيف

د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انترنشنل وايي، روسیه، چې له اوکراین څخه په زوره ملکي وګړي کوچوي، جنګي جنایت او احتمالاً د بشریت پر ضد جنایت کوي.

د بشري حقونو دې ډلې پرون (پنجشنبه) په یوه راپور کې همدا راز وویل چې روسانو او د هغوی له لوري تپل شویو چارواکو ملکیان اړ ایستلي چې د چاڼ له یوې پروسې تېر شي او په لړ کې یې ځینې کسان توقیف او شکنجه شي، له ځینو سره بد چلند وشي او له خپلو ماشومانو بېل کړل شي.

بل پلو ويل شوي دي، د روسیې پوځ ته امر شوی چې د اوکراین له دې ښاره، چې د فبرورۍ په میاشت کې یې نیولی و، ووځي.

مخکې تر دې چې روسیه له خرسون څخه د خپلو پوځیانو په ایستلو پیل وکړي، دوی په کوچنیو بېړیو کې د ښار زرګونه ملکي اوسېدونکي وایستل.