نېکلاسن: د رسمي حکومت نه‌لرلو له امله د افغانستان استازی اقليمي بدلون کنفرانس ته نه‌دی بلل شوی

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې استازی توماس نېکلاسن

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې استازی توماس نېکلاسن وايي، د دې لپاره چې په افغانستان کې قانوني او رسمي حکومت نه‌شته، د اقلیمي بدلونونو نړیوال کنفرانس ته د افغانستان استازی ونه بلل شو.

ښاغلي نېکلاسن دا خبره پرون (پنجشنبه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د انتقاد په ځواب کې وکړه.

دې ادارې افغانستان ته د بلنې پر نه ورکولو د نیوکې ترڅنګ ویلي و چې اقلیمي بدلون پولې نه‌لري او باید دا موضوع سیاسي نه‌شي.

د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس د شنبې په ورځ (د نوومبر ۶ مه) د مصر په شرم الشیخ کې د نړۍ د ۱۹۰ هېوادونو د استازو په ګډون جوړ شو.