زابل کې د نري رنځ د درملنې يو مرکز پرانيستل شو

د افغانستان په عمومي نقشه کې د زابل ولايت موقعيت

د بې پولې ډاکترانو ټولنې له لوري پرون (پنجشنبه) په زابل ولایت کې د نري رنځ د درملنې یو مرکز پرانیستل شو.

د زابل د عامې روغتیا رئيس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي ازادي راډیو ته وویل، د بې پولې ډاکترانو د ټولنې له لوري په کلات ښار کې د نري رنځ د درملنې او تشخیص دا مرکز د دې لپاره مهم دی چې په زابل کې دا ناروغي ډېره ده.

د دغه مرکز د پرانیستلو په مراسمو کې د بې پولې ډاکترانو د ټولنې غړي ډاکتر مجیب احمد وویل، دوی غواړي چې په زابل کې د خوارځواکو ماشومانو درملنه هم وکړي.

د اقتصادي ستونزو له کبله ډېر شمېر افغان ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.