د سره صليب کمېټه: هر کال زرګونه افغانان د ماين چاودنو قرباني کېږي

ارشيف

په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، هر کال زرګونه افغانان د ماینونو او ناچاودو موادو د چاودنو قرباني کېږي.

سره صلیب پرون (پنجشنبه) په خوست کې د یونس په نوم د ماین د یوه قرباني د عکس د خپرولو ترڅنګ په یوه ټویټ کې ویلي، د جګړو د کلونو ډېر شمېر ناچاودلي مواد او ماینونه په افغانستان کې پاتې دي او باید پاک شي.

ویل کېږي چې د افغانستان ۶۰۶ کیلومتر مربع خاوره له ماینونو پاکه شوې نه‌ده.