امريکا: د اوکراين په جګړه کې د دواړو خواو تر۲۰۰زرو ډېرو پوځيانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د اوکراين جګړه

د امریکا متحد ایالتونه وايي، په اوکراین باندې د روسیې په یرغل سره دواړو خواو ته تر ۲۰۰ زرو ډېر پوځيان وژل شوي یا ټپیان دي.

د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي پرون وویل چې، په روانه جګړه کې نږدې سلو زرو روسي او سلو زرو اوکرایني پوځيانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

دا احصایه د اوکراین په جګړه کې د یوه لوېدیځ چارواکي له‌خوا د ورکړل شویو تلفاتو تر ټولو لوړه شمېره بلل کېږي.

میلي وویل چې د اوکراین په روانه جګړه کې شاوخوا ۴۰ زره ملکیان هم وژل شوي دي.

تر اوسه دغه احصایه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.