ايا د برېتانيايي ځواکونو له لوري هلمند کې د ماشومانو وژنه قصدي وه؟

د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې برېتانايي عسکر، انځور - ارشيف

د برېتانیا دفاع وزارت په هلمند کې د دوی د ځواکونو د دیارلس کلن موجودیت پر مهال د څلور شپېته وژل شویو افغان ماشومانو کورنیو ته یوه اندازه پیسې ورکړې دي.

د وسله‌وال تاو تریخوالي پرضد په لندن کې د مېشتې خیریه موسسې په وینا داسې هیڅ شواهد نه‌شته چې دا ماشومان برېتانیایي ځواکونو قصدا وژلي وي.

د سیاسي چارو کتونکی نجیب ازاد بیا بل نظر لري.

د ښاغلي ازاد مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د نجيب ازاد مرکه