د ناټو سرمنشي د جمهوري غوښتونکو له بريا سره له اوکراين د نه ملاتړ خبره رد کړه

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ

د ناټو سرمنشي دا خبره رد کړه چې د امریکا په منځ‌مهاله انتخاباتو کې به د جمهوري غوښتونکو له بریا سره، د لوېدیځ له لورې د اوکراین پوځي ملاتړ ټکنی شي.

ینس ستولتنبرګ پرون د برېتانیا له صدراعظم ریشي سوناک سره د لیدو پر مهال وویل چې، له اکراین څخه به د ناټو د متحدانو ملاتړ ادامه پیدا کړي، همدا راز د خرسون ښار په جګړې کې به د اوکراین ترڅنګ وي.

د راپورونو له مخې روسیې خپلو ځواکونو ته امر کړی دی چې د اوکراین په جنوب کې د خرسون له ښاره ووځي.

ستولتنبرګ وویل، دی نه‌شي کولی چې د امریکا د منځ‌مهاله دورې د انتخاباتو په اړه نظر ورکړي خو ډاډه دی چې د امریکا دواړه ګوندونه به د اوکراین ملاتړ وکړي.