د اندونیزیا ځواکونو دوه ورځني نظامي تمرینات پیل کړل

د اندونیزیا یو شمېر سرتېري

د اندونیزیا وسله والو ځواکونو دوه ورځني نظامي تمرینات پیل کړل.

دغه تمرینات پرون د جي شل هېوادونو له ناستې یوه اوونۍ وړاندې پیلېږي.

تمه ده د نومبر میاشتې په ۱۵مه او ۲۰مه ناسته کې د اندونیزیا په بالي ښار کې د نړۍ مشران سره راټول او پر اوکراین د روسې د تېرې په اړه خبرې اترې وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو د دوشنبې په ورځ ویلي و چې امکان لري د روسې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې غوندې کې ګډون وکړي.

اندونیزیا د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ته هم بلنه ورکړې، خو هغه ویلي که پوتین دې غونډې ته ورشي هغه به دا بلنه ونه مني.

تمه ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن او د چین ولسمشر شي جن پېنګ په ګډون به د نړۍ مشران د جي شل په دې غونډه کې برخه واخلي.