په پاکستان کې د ۵ افغان سندرغاړو او موسیقي غږونکو محاکمه وځنډېده

د پاکستان په کراچۍ کې د یو زندان انځور

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د هنري ټولنې مسوولان وايي، د هغو پنځو تنو افغان سیمه ییزو سندرغاړو او موسیقي غږونکو محاکمه چې ټاکل شوې وه پرون د کراچۍ په یوه محکمه کې وشي، د نومبر میاشتې ۲۱مې ته وځنډېده.

په کراچۍ کې د دغه ټولنې مسوول شمس ازادي راډیو ته وویل، چې دا ځڼد د لازمو اداري تیاریو د نه شتون له امله راغلی دی.

مخکې په پاکستان کې د هنري ټولنې مرکزي مسوول راشد خان راشد ازادي راډیو ته ویلي و چې دا افغان سیمه ییز سندرغاړي پاکستان ته د تګ پر مهال د قانوني اسنادو د نه درلودو په تور نیول شوي او په کراچۍ کې بندیان دي.

نوموړي دا هم ویلي و که چېرې دا کسان خوشې نه شي نو د دوی د ټولنې غړي به په پېښور او کراچۍ کې اعتراضونه وکړي.