امریکا کې میلیونونه کسانو پرون په منځ‌مهاله ټاکنو کې خپلې رایې وکارولې

امريکا کې منځ‌مهاله ټاکنې

په دغو ټاکنو کې د مشرانو جرګې یا سنا د سلو څوکیو له ډلې د ۳۵ او د استازو جرګې ټولو ۴۳۵ څوکیو ته رایې واچول شوې.

د دې ټاکنو نتیجې به وښيي چې ایا جمهوریپال ګوند د کانګرس مشري ترلاسه کولای شي که نه؟

چارواکي د لومړنیو شمېرو له مخې اټکل کوي چې څه باندې ۴۶ میلیونه کسانو په دې ټاکنو کې برخه اخیستې ده، خو ځینې تحلیل کونکي وایي، ممکن د ټولو رایه ورکوونکو وروستی شمېر ۱۱۵ میلیونو ته ورسیږي.

داسې ویل کیږي چې په منځ‌مهاله ټاکنو کې د جمهوریپالو او دیموکراتانو د دومره نژدې سیالۍ رسمي پایلې به څو ورځو یا ان اونیو کې مشخصې شي.

څو رسنیزو بنسټونو بیا وړاندوینه کړې چې جمهوري غوښتونکي به د استازو جرګې هغه پنځه څوکۍ خپلې کړي چې پر دغې جرګې د واک لپاره اړتیا ورته لري.

امريکا کې د ټاکنو بهير

سي.بي.سي نیوز ویلي، وړاندوینې ښيي چې جمهوري غوښتونکو د استازو جرګې ۱۹۸ څوکۍ ګټلي، خو برعکس ډیموکراتانو د دغې جرګې ۱۸۰ څوکۍ خپلې کړي.

د دغه خبري چینل د معلوماتو له مخې، تر اوسه د استازو جرګې د ۵۷ نورو څوکیو برخلیک معلوم نه‌دی.

د ایډیسن څیړنیز مرکز هم د استازو جرګې د څوکیو په ګټلو کې ورته وړاندوینه کړې ده.

د سنا یا مشرانو جرګې لپاره بیا د دواړو ګوندونو سیالۍ تر دې مهاله مساوي یعنې پنځوس-پنځوس ښکاري.

تر دې وړاندې هم دواړو ګوندونو په دغې جرګه کې مساوي څوکۍ درلودې.

که چېرته په دغو ټاکنو کې جمهوري غوښتونکي بریالي شي، دغه ګوند کولای شي په راتلونکو دوو کلونو یا د جوبایډن د واکمنۍ په دویمه نیمایي کې د نوموړي د ډېرو تګلارو مخه ونیسي او واشنګټن کې د یوه بل دوه اړخیز دولت پړاو پيل کړي.

د دې ټاکنو نتیجې به وښيي چې آیا جمهوریپال ګوند د کانګرس مشري ترلاسه کولای شي که نه؟

د امریکایي سیاستوالو ترمنځ دا مهال د روسیې او اوکراین دجګړې موضوع هم توده ده.

له کله چې روسیې پر اوکراین یرغل پيل کړی، د امریکا ولسمشر جوبایډن اوکراین ته د شپېته میلیارده ډالرو په ارزښت مرسته او تجهیزات ورکړي دي.

خو که چېرته جمهوري غوښتونکي په منځ‌مهاله ټاکنو کې د استازو جرګې ډېرې څوکۍ ګټي، اوکراین به د امریکا دا پراخ ملاتړ له لاسه ورکړي.

اټکل دا دی که جمهوري غوښتونکي د استازو جرګې ډېرې څوکۍ ترلاسه کړي، نو کوین مک کارتي ( Kevin McCarthy ) به د استازو جرګې مشر شي.

په دې اړه نور: د امریکا خلکو پرون د کانګرس لپاره په منځ‌مهالو انتخاباتو کې رایې ورکړې

دا هغه جمهوريپال سیاستوال او په استازو جرګه کې د لږکیو مشر دی چې ویل کیږي د اوکراین ضد څېرې به د بودجوي او بهرنیو اړیکو کمېټو د مشرانو په توګه وټاکي.

مک کارتي په خپله تازه مرکه کې ویلي، جمهوريپال د اوکراین ملاتړ کوي، خو په خبره یې دوی اوکراینیانو ته سپین چک نه ورکوي.