اردغان: ناټو کې د سوېډن د غړیتوب په اړه روانه میاشت غونډه جوړیږي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان او د سویډن له صدراعظم اولف کریسترسون

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، په ناټو کې د سویډن د غړیتوب په اړه د بحث لپاره راتلونکې غونډه به د روانې میاشتې په وروستیو کې جوړه شي.

اردوغان دا څرګندونې پرون په پلازمېنه انقره کې د سویډن له صدراعظم اولف کریسترسون Ulf Kristerssonسره تر کتنې وروسته وکړې.

هغه وویل، بله ګډه غونډه به د سویډن په پلازمېنه ستوکهولم کې وي.

اردوغان زیاته کړه چې دی له زړه په ناټو کې د سویډن غړیتوب غواړي خو زیاته یې کړه چې ترکیه د سویډن په امنیتي اندېښنو پوهېږي نو سویډن هم باید د ترکیې غوښتنو ته ځواب ووايي.

کریسترسون وویل چې سویډن به له تروریزم سره د مقابلې په برخه کې له ترکیې سره پر خپلو ټولو مکلفیتونو عمل وکړي.

ترکیې په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب مخه ځکه نیولې ده چې دې هېوادونو د ترکیې مخالفو کرد وسله والو ته ځای ورکړی دی.