د امریکا خلکو پرون د کانګرس لپاره په منځ‌مهالو انتخاباتو کې رایې ورکړې

د رای اچونې بهير

د دې انتخاباتو نتایج به وښيي چې ایا جمهوریپال ګوند د کانګرس مشري ترلاسه کولای شي که نه.

په دې انتخاباتو کې د مشرانو جرګې یا سنا د مشر په ګډون د ۳۵ څوکیو او د استازو جرګې د واړه ۴۳۵ څوکیو لپاره رایې واخیستل شوې.

تمه ده چې جمهوریپال کاندیدان به د استازو جرګې د کنټرول لپاره د ۵ څوکیو په ترلاسه کولو بریالي شي، خو د سنا برخلیک به، چې اوس مهال دواړه ګوندونه پنځوس پنځوس څوکۍ په‌کې لري، د څلورو ایالتونو، نیوادا، جورجیا، پنسلوانیا او اریزونا د رایو له نتایجو وروسته معلوم شي.

جمهوریپال ګوند به په استازو جرګه او سنا کې د اکثریت د ترلاسه کولو په صورت کې یو ځواکمن دریځ ترلاسه کړي او وبه کولای شي د ولسمشر جوبایډن د ډېری پالیسیو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.