زلنسکي د غَلو دانو صادراتو د موافقې غځېدو غوښتنه کړې

په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې لیندا توماس ګرینفیلډ او د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي د تور سمندرګي له لارې د غلو د صادراتو د هغې موافقې د غځېدو غوښتنه کړې چې اوکراین ته د دې سمندرګي له دریو لویو بندرونو اجازه ورکوي چې نړۍ ته غلې دانې صادرې کړي.

زلنسکي په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې لیندا توماس ګرینفیلډ ته چې له کییف څخه یې یوه ورځنۍ کتنه ترسره کوله، وویل، که د روسیې خوښه وي یا نه وي، موږ غواړو چې د دغه کوریدور یا دالان لپاره موافقه دوام ومومي.

هغه زیاته کړه چې د روسیې له یرغل سره سره، هېواد یې په نړۍ کې د خوراکي امنیت د ضمانت کونکي په توګه په خپل دریځ پاتېدو ته چمتو دی.

د اوکراین د غلود صادراتو لپاره هغه موافقه چې د اوکراین، او ترکیې په مرسته له روسیې سره ترلاسه شوې، د اعتبار موده یې د روانې نومبر میاشتې په نولسمه پای ته رسیږي.

د دغې موافقې تمدید تېره میاشت هغه وخت له خطرسره مخ شو چې مسکو د لنډې مودې لپاره په‌کې خپل غړیتوب وځنډاوه.