طالبانو په کندز کې عملیات ترسره کړي

ارشیف: په کندز کې طالبان

په کندز کې طالبان د عملیاتو د ترسره کېدو خبر ورکوي.

په کندز کې د طالبانو د استخباراتو ریاست پرون وویل چې د عملیاتو پرمهال یې په ارچي ولسوالۍ کې وسلې او مهمات ترلاسه کړې دي، همداراز یې نشه اي مواد کشف او ضبط کړې دي.

خو دوی دا نه دي ویلي چې دا عملیات یې د چا پر ضد کړي او د دې عملیاتو پرمهال یې څوک نیولي دي.