د افغانستان په ۶ ولایتونو کې د سخت باران او واورې اټکل شوی

ارشیف

د هوا پېژندنې د ادارو له اټکل سره سم نن په بدخشان، تخار، کندز، بغلان، پنجشېر او پروان ولایتونو او همداراز په سالنګونو کې د سخت باران او د واورې اټکل کېږي.

په دې ولایتونو کې د باران د ورېدو اندازه له لسو تر دېرشو ملي مترو پورې اټکل شوې او له لسو تر دېرش سانتي مترو پورې د واورې اټکل کېږي.

په افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې له ورښتونو وروسته سېلابونو ځاني او مالي زیانونه واړول.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې د یوه کال په ترڅ کې د اقلیم بدلون افغانستان ته تر دوه میلیارده ډالرو ډېر زیان اړولی دی.