د افغانستان کرېکټ بورډ په نړيوالو معيارونو برابر نوی جېم جوړوي

د کرېکټ بورډ له‌خوا جوړېدونکی جېم

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، په نړیوالو معیارونو برابر نوی جېم او د شاوخوا ۵۰ لوبغاړو لپاره هستوګنځي جوړوي.

د کرېکټ بورډ اجرايه رئيس نصيب خان نن (دوشنبه) رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې همدا راز ویلي چې، دغه بورډ غواړي د کرېکټ سرپټې اکاډیمي ترمیم کړي.

د ده په وینا له سرپټې اکاډیمۍ او له نوي جوړېدونکي جېم څخه به د لوبغاړو د تمرین او روزونې لپاره کار واخیستل شي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله، چې تازه یې په نړیوال شل اوره جام کې سیالۍ پای ته رسېدلي، د دې لپاره چې د نړۍ په لسو غوره لوبډلو کې شامله ده، د ۲۰۲۴ نړیوال جام ته یې په مستقیم ډول لاره موندلې ده.