د ايران پارلمان د مظاهرو تنظيموونکو ته د سختې سزا غوښتنه کړې

ايران کې لاريونونه

د ایران د پارلمان سخت دریځو غړو له قضايه قوې وغوښتل چې په هغه هېواد کې د حکومت ضد مظاهرو تنظیموونکو ته سزا ورکړي.

د راپورونو له مخې، د ایران د پارلمان د ۲۹۰ غړو له جملې څخه ۲۲۷ یې پرون (د نومبر ۶مه) له قضایه قوې وغوښتل هغه مظاهره چیان چې دوی په خپل لیک کې «جنګيالي» بللي، اعدام کړي.

په ورته وخت کې د تهران په ګډون د ایران په بېلابېلو ښارونو کې پرون او وړمه شپه هم مظاهرې وشوې.

د ایران د بشري حقونو سازمان چې مقر یې په اوسلو کې دی ویلي چې، په ایران کې د مظاهره چیانو د ځپنې په ترڅ کې ۳۱۸ کسان وژل شوي چې ۴۹ یې ماشومان دي.