د کډوالۍ نړيوال سازمان له اړمنو افغانانو سره مرسته کوي

يو شمېر بې‌وزله افغان مېرمنې، انځور - ارشيف

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان آی او ام وايي د ساړه ژمي په درشل کې له اړمنو افغانانو سره مرسته کوي.

د آی او ام افغانستان څانګې په خپل ټوېټر خبر ورکړی چې ژمی په چټکی را روان دی او ژر به افغانان له سړې هوا سره مخ وي.

په ټوېټري بیان کې زیاته شوې چې د کډوالۍ د نړیوال سازمان ټيمونه د خپلو مرستو په دوام دا وار په غور کې په خلکو په تېره بیا ښځو، معلولینو او زړو خلکو باندې ژمنۍ بستې او دارو درمل ویشلي دي.

آی او ام دا مرستې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې، د امریکا د پراختیايي مرستو او د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ په خلکو ویشي.

ملګرو ملتونو ویلي په دې سربېره چې میلیونونه افغانان له لوږې سره مخ دي را روان ژمی به په خلکو ډېر سخت تېر شي ځکه اکثر افغانان د کورونو د تودولو لپاره د سون توکو د اخیستلو توان نه‌لري.