ملګري ملتونه: په افغانستان کې د اقلیم په اړه بېړني اقدام ته اړتیا ده

د کابل ښار یوه څنډه

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د اقلیم په اړه بېړني عمومي اقدام ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د افغانستان څانګې نن په یوه اعلامیه کې ویلي، افغانان د اقلیم د ویجاړوونکو اټکلونو پر څنډه ولاړ دي.

ملګرو ملتونو افغانستان شپږم هغه هېواد بللی چې له اقلیمي ګواښونو اغېزمن شوی دی.

دا اعلامیه داسې مهال خپره شوې چې نن په مصر کې د اقلیمي بدلون په اړه کنفرانس پیلېږي، چې د نومبر تر ۱۸مې دوام کوي.

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې ویل شوي: "افغانستان لا د مخه له پرلپسې طبیعي ناورینونو سره مخامخ دی چې د خلکو ژوند، معیشت، کورونو او زیربناوو ته یې زیان رسولی."