په ۱۹ ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی

ارشیف

د افغانستان د هواپېژندنې اداره د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو، واورې او د سېلابونو اټکل کوي.

دغې ادارې په خپله فېسبوکپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردګ، غزني، ارزګان، زابل، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان کې د ورښتونو امکان شته.

د احتمالي باران اندازه د لسو او دېرش ملي مترو ترمنځ او د واورې په تېره سالنګونو کې، د لسو نه تر دېرشو سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.

افغانستان په دې وروستیو کې د سختو ورښتونو او د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو شاهد و چې خلکو ته یې ډېر ځاني او مالي زیانونه رسولي دي.