چارواکي: زابل کې د ګازنیونې له امله ۲ کسان مړه شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د زابل ولایت موقعیت

د زابل روغتیايي چارواکي په مرکز کلات کې د ګازنیونې له امله د دوو کسانو د مړه کېدو خبر ورکوي.

د زابل د عامي روغتیا رییس عبدالحکیم حکیمي تېر ماښام ازادي رادیو ته وویل چې مړه شوي کسان پلار او زوی دي چې د دایچوپان ولسوالۍ څخه مرکز کلات ته د تذکرې اخیستلو لپاره راغلي وو.

د نوموړي په وینا دغو کسانو چې په یوه خونه کې ګاز نیولي او بې هوښه شوي و، روغتون ته له رسېدو وروسته یې ساه ورکړې ده.