اوکراین کې د زاپوریژیا اټومي بټۍ ته له بهره برښنا بېرته نښلول شوې

د زاپوریژیا اټومي بټۍ

د ملګرو ملتونو د اټومي څارنې اداره وایي، د زاپوریژیا اټومي بټۍ ته له بهره برښنا بېرته نښلول شوې ده.

د دې ادارې مشر رافایل ګروسي دغه څرګندونې پرون شنبې دوه ورځې وروسته تر دې وکړې چې د روسیې په بریدونو کې د دې بټۍ د لوړ ولتاژ د برښنا مزي ویجاړ شوي وو.

ګروسي وویل چې د برښنا دواړه بهرني مزي رغول شوي او بېرته نښلول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د اټومي څارنې د ادارې مشر همدارنګه یوځل بیا د دغې اټومي بټۍ په شاوخوا کې د یوه خوندي امنیتي زون په رامنخته کولو ټینګار وکړ.

د زاپوریژیا اټومي تاسیسات چې له څو میاشتو راهیسې د روسیې په کنټرول کې دي، اوکرایني انجینیران یې چارې سمبالوي.