کندهار کې یو سوداګر تر تښتولو وروسته په مرموز ډول وژل شوی

د وژل شوي سوداګر انځور

په کندهار کې د محمدصادق اڅکزي په نوم سوداګر تر تښتول کېدو وروسته په مرموز ډول وژل شوی.

سیمه ایزو سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې اڅکزی شل ورځې مخکې له دوبۍ څخه کندهار ته ستون شوی و، خو د ښار او سپین بولدک ولسوالۍ ترمنځ پر لاره تری تم شو.

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د طالبانو یو سیمه ییز چارواکې د خپل نوم نه ښودلو په شرط ازادي رادیو ته تایید کړه چې د نوموړي جسد پرون جمعه د دې ولسوالۍ په چشمو سیمه کې له یوې اندازې پیسو سره په یوه څاه کې موندل شوی دی.

تر اوسه د پېښې علت نه دی معلوم شوی او د طالبانو امنیتي چارواکو هم په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت ټينګار کوي چې په ټول هېواد کې یې ډاډمن امنیت راوستی، خو لاهم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ناامنیو د پېښو په اړه راپورونه ورکول کېږي.