د جرمني صدراعظم د چين له ولسمشر سره پيکنګ کې ليدلي

د جرمني صدراعظم اولاف شولتس او د چین ولسمشر شي جین پینګ ليدنه

د جرمني صدراعظم اولاف شولتس د چین ولسمشر شي جین پینګ سره نن په پیکنګ کې ولیدل.

د اسوشیتد پریس د راپور پر بنسټ، چین ته د شولتس یوه ورځنی سفر د اوکراین په جګړه کې د روسیې څخه د پیکنګ د ضمني ملاتړ په سبب له ډېرو نیوکو سره مخ شوی دی.

د جرمني صدراعظم چې له څو سوادګرو سره چین ته تللی دی د ولسمشر شي له‌خوا يې هرکلی شوی دی.

د چین ولسمشر ویلي، شولتس په داسې وخت کې چین ته سفر کړی چې دا دواړه هېوادونه د خپلو ډپیلوماټیکو اړیکو پنځوس کلني لمانځي.