خاسه دار: نشې ډېر ځورولی یم، خو اوس مې پرېکړه کړې چې نشه پرېږدم

يو معتاد، انځور - ارشيف

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اوسېدونکی خاسه دار په پاکستان کې په نشه يي ګولیو معتاد شو.

کله چې افغانستان ته راغی یوه ملګري په چل په ښیښه معتاد کړ چې له شپږو کالو راهیسې همدا د ښیښې نشه کوي.

خاسه دار وايي چې د نشې له امله له کوره ووتم، خو یوه میاشت وروسته مې بڼه دومره اوښتې او دومره خيرن شوی وم چې خپل پلار هم و نه پېژندم.

دا چې خاسه دار څنګه معتاد شو او د نشو له امله څومره زيان وراوښتی؟ دا به خپله د ده له خولې واورو.

د خاسه دار خبرې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

خاسه دار: نشې ډېر ځورولی یم، خو اوس مې پرېکړه کړې چې نشه پرېږدم