کندهار کې د ترافيکي پېښې پر مهال يوه ښځه او خاوند له خپلو دوو ماشومانو سره مړه شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندهار ولايت موقعيت

په خبرونو کې ویل شوي، چې په کندهار کې په یوه ټرافیکي پېښه کې یوه ښه او خاوند له خپلو دوو ماشومانو سره مړه شوي دي.

باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، نن خبر ورکړی، چې دغه پېښه پرون هغه وخت شوې چې یو بار وړونکی موټر له موټرسایکل سره، چې دغه کورنۍ ورباندې روانه وه- ټکر شو.

په وروستیو کې د افغانستان له بېلابېلو برخو په ټرافیکي پېښو کې د خلکو د مرګ‌ژوبلې خبرونه ورکول کېږي.

د ټرافیکي اصولو نه رعایت، تر حد زیات سرعت او د لارو سړکونو خرابوالی د اکثرو ټرافیکي پېښو عمده علت بلل کېږي.