د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پکتيکا زلزله ځپلو ته ۱۰۰۰ کورونه جوړ کړي دي

پکتيکا کې د زلزلې له کبله يو ويجاړ شوی کور - ارشيف

د ملګروملتو د کډوالو لویه کمېشنري وايي، د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د زلزله ځپلو لپاره یې ۱۰۰۰ کورونه جوړ کړي دي.

دې کمېشنرۍ پرون (پنجشنبه) اعلان وکړ، دا کورونه به، چې د زلزلې په وړاندې مقاومت لري، مخکې تر دې چې د ژمي واورې و اوري او د لېرې پرتو سیمو لارې بندې شي، هغو کسانو ته وسپاري چې کورونه یې د سږ کال د دوبي په زلزله کې ویجاړ شوي دي.

د سرطان د میاشتې په شدیده زلزله کې په پکتیکا اوخوست ولایتونو کې تر زرو ډېر کسان مړه او زرګونه کورونه ویجاړ شول.

تر دې مخکې يو شمېر نورو بنسټونو هم زلزله ځپلو ته د کورونو د جوړېدو ژمنې کړې وې، خو ځايي خلک وايي د ژمي په رارسېدو سره په سر پناه د نشتون له امله په اندېښنه کې دي.