روسيه له اوکراين څخه د غلو دانو صادراتو موافقې ته بېرته ورستنېږي

هغه کښتۍ چې له اوکراين غلې دانې صادروي - ارشيف

د روسیې دفاع وزارت وایي، روسیه له اوکراین څخه د غلو دانو د صادراتو موافقې ته بېرته ورستنیږي.

ياد وزارت پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل، مسکو دغې موافقې ته وروسته له هغې بېرته ورګرځي چې له پوځي تحرکاتو د سمندري کوریدور یا دالان د خوندي ساتلو په اړه یې له کییف څخه کافي تضمینونه ترلاسه کړل.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، په اوس وخت کې دغه ضمانتونه کافي دي چې د اوکراین د غلو د صادراتو موافقه بېرته عملي شي.

روسیه دغه اعلان وروسته له هغې کوي چې د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د خپل هېواد پارلمان ته وویل، د اوکراین پر غلو بار کشتۍ به د پنجشنبې د ورځې له غرمې وروسته له پلان سره سم خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.