د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د کابل نيوز ټلوېزيون پر بندېدو خواشيني ښودلې

کابل نيوز پرون سې شنبه خپل نشرات بند کړل

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د کابل نیوز ټلویزیون د خپرونو پر بندېدو خواشیني وښوده.

دغې ادارې پرون سې شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، تر یوې لسیزې نشراتو وروسته د دغه ټلوېزیون د خپرونو بندېدل به په افغانستان کې د راپور ورکولو په ډګر کې یوه خلا رامنځته کړي.

ویل شوي کابل نیوز ټلوېزیون له پرون سې شنبې د هغه څه له کبله چې «فشارونه» بلل شوي، د خپلو خبرونو د بندولو پرېکړه وکړه.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، په وروستیو میاشتو کې ګڼې نورې رسنۍ هم په ځانګړي ډول ولایتي رسنۍ د زیاتو ننګونو له کبله یا تړل شوي یا په مالي لحاظ له سختو ستونزو سره مخامخې شوې دي.