چين له فضايي اډې سره خپله درېيمه برخه ونښلوله

دغه برخه پرون دوشنبې ماسپښین مهال فضا ته د وینچانګ د سټلایټونو د استولو له مرکز څخه د دې اډې پر لوري استول شوې وه.

چین د منګټیان په نوم دغه وروستۍ برخه نن د تیانګونګ په نوم له خپلې فضایي اډې سره ونښلوله.

چین چې د فضایي چارو په ګډون د امریکا له متحدو ایالاتونو سره په سخته سیالي کې دی، هیله من دی چې د دغې فضایي اډې په بشپړولو سره راتلونکې لسیزې د ځمکې په مدار کې خپل حضور کې وساتي.

د چین د دولتي ټلوېزیون سي سي ټي وي د خبر له مخې د منګټیان یا اسماني خوب په نوم دغه مودول چې شاوخوا ۲۳ ټنه وزن او شل متره اوږدوالی لري، نن سهار وختي له تیانګونګ اډې سره ونښلول شوه.

دغه برخه پرون دوشنبې ماسپښین مهال فضا ته د وینچانګ د سټلایټونو د استولو له مرکز څخه د دې اډې پر لوري استول شوې وه.

دغه برخه د دې اډې له لابراتوري برخې وینټیان سره نښلول شوې چې دواړه برخې یې د تیانګونګ له اصلي برخې سره چې د عملې د اوسېدو او کار کولو برخه ده، نښلول شوي دي.

چین دغه راز په پام کې لري چې راتلونکی کال یو فضایي ټلیسکوپ هم فضا ته واستوي

په اوس وخت کې په تیانګونګ اډه کې دوه نارینه او یوه ښځینه فضانوردان اوسي.

دغه فضایي اډه چې د شپږو فضانوردانو د اوسېدو او کار ظرفیت لري، ټاکل شوې په ډسمبر میاشت کې په یوه بل فضایي ماموریت کې درې نور فضانوران هم دې اډې ته واستول شي.

چین دغه راز په پام کې لري چې راتلونکی کال یو فضایي ټلېسکوپ هم فضا ته واستوي.

دغه ټلېسکوپ به د ټیانګونک د فضایي اډې برخه نه‌وي خو که ترمیم ته اړتیا ولري، نو له دې اډې سره نښلول کېدای شي.

چین فضا ته د انسانانو د استولو پروګرام درې لسیزې مخکې پیل کړی او د منګټیان په نوم د دغه نوي موډول په استولو سره یې ۲۵ فضایي ماموریتونه ترسره کړي دي.

خو دا هېواد په نړۍ کې له متحدو ایالتونو او روسیې وروسته هغه وخت فضا ته د انسانانو د استولو له اړخه درېیم هېواد شو، چې په ۲۰۰۳ م کال یې د خپلې فضایي ټکنالوژۍ پر مټ فضا ته انسان واستاوه.