کندهار کې د پنبې حاصلات زیات شوي

په کندهار کې کروندګر د پنبې راټولولو پرمهال

کندهار کې سږکال د پنبې حاصلات زیات شوي خو کروندګر يې بازار غواړي.

سږکال په دغه ولایت کې پر ۱۲۰۰ هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې چې د تېرکال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

د کندهار کرنې ریاست مسوولان وايي، سږکال يې د ۴۸۰۰ مټریک ټنه پنبې د حاصلاتو اټکل کړی، خو کروندګر وايي، د حاصلاتو لپاره دي بازار پیدا او په کور دننه دې ورته د تار او ټوکر جوړولو فابریکې جوړې شي.

نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور