امریکا: طالبان د نړۍ د باور خپلولو لپاره باید خپلې کړنې سمې کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبان هغه مهال کولای شي د نړۍ باور خپل کړي چې کړنې یې سمې او د دوى له کړو ژمنو سره برابرې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري له وژل کېدو وروسته، طالبان باید د نړۍ باور خپل کړي او دوی دا کار یوازې د خپلو کړنو له لارې کولای شي.

ایمن‌الظواهري

نېډ پرایس پرون رسنیو ته وویل، په کابل کې د القاعده شبکې مشر ته په پناه ورکولو سره طالبانو د دوحې تړون او له نړیوالو سره د افغانستان د خاورې د خوندیتوب په اړه له خپلو کړو ژمنو سرغړونه کړې.

د پرایس په خبره، دوی واضحه کړې چې امریکا او نړیوال متحدین به یې اجازه ورنه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په خوندي پټنځای بدل شي او دوی او نړیوالو همکارانو ته یې ګواښ پېښ کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس

د دې ترڅنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغانانو بشري حقونه، د نجونو ښوونځي او د مذهبي او قومي لږکیو ازادي هم د اندېښنې وړ وبلل.

هغه زیاته کړه: "هر کله چې موږ طالبانو سره ښکېل شوي یوو، په دې لړ کې، وروستیو کې چې ټام وېسټ دوحه کې له طالب استازو سره وکتل، موږ د بشري حقونو د خوندیتوب اړتیا مطرح کړه. دا نه یوازې دا چې موږ له طالبانو سره هر ډول اړیکه لرو، مهمه ده، بلکې یو ضروري امر دی. تر ټولو مهمې هغه ژمنې دي چې طالبانو له خپلو خلکو سره ښکاره او په بیا بیا کړي. دوی ویلي چې د افغانانو نړیوالو حقونو او ازادیو ته به درناوی کوي، اجازه به ورکوي او هر هغه څه چې نړیوال او بنسټیز حق وي، عملي به یې کړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا ګوتڅنډنه هم کوي چې جمهور رییس بایډن ډېر روښانه ویلي، دوی به په افغانستان کې د ګواښونو او هر ډول اندېښنې د له‌منځه وړو لپاره خپله وړتیا وساتي.

د ازادي راډیو خبریال له طالبانو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نویو څرګندونو او تر خوا یې له افغانانو سره د خپلو ژمنو د عملي کولو په اړه وپوښتل، خو ويندويانو يې ځواب ورنه کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال له نړۍ سره د طالبانو له‌خوا د شویو ژمنو د عملي کېدو او د کړنو سمون غواړي چې د دواړو لوریو ترمنځ د نویو مذاکراتو د پیل راپورونه هم ورکړل شوي دي، هغه چې طالبانو رد کړي او متحده‌ایالاتو پرې لا تبصره نه‌ده کړې.

په دې اړه نور: راپورونه: امریکایان غواړي له طالبانو سره پر یو لړ موضوعاتو خبرې وکړي

خو د امریکا د بهرنیو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون دا هم وویل، چې دوی له طالبانو سره خپلو اړیکو او تعامل ته دوام ورکوي او له دې ډلې سره د دوی ځانګړي استازي ټام وېسټ له ترهګرۍ سره د مبارزې په ګډون د متحده‌ایالاتو د ګټو په اړه ګټورې خبري کړي.

ټام وېسټ

امریکا داسې مهال په افغانستان کې د بشري حقونو په خوندیتوب او د طالبانو له‌خوا د خپلو شویو ژمنو په عملي کېدو ټینګار کوي چې یو شمېر افغانان لا هم د خپل ځان پر وړاندې ګواښونه جدي بولي او په دې هڅه کې دي چې له افغانستان ووځي.

ها خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم له افغانستانه د وتونکو افغانانو په اړه د خپل هېواد ژمنه تکراروي وايي، د هغو کسانو د ځای پر ځای کولو لپاره به هره اسانتیا برابره کړي چې غواړي له افغانستان ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا ژمنه داسې مهال تکراروي چې د فوټبال د نړیوال جام له امله، قطر له متحده‌ایالاتو غوښتي چې د دې سیالیو تر پای پورې، له افغانستان د تخیلې پروسه وځنډوي.

خو امریکا وايي، دوی هر ډول احتمالي خنډونه په نښه کړي او هدف ته د رسېدو لپاره بدیلو ترتیباتو ته چمتو دي.