انډيپنډینټ: د بدخشان پوهنتون رییس د طالبانو له خوا د محصلانو پر ‌ډبولو اعتراف وکړ

Your browser doesn’t support HTML5

د بدخشان پوهنتون ځینې محصلانې: طالبانو په وسلو او درو ووهلو

انډيپنډینټ:

برتانوۍ انډيپنډینټ ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې هغه ویډیو او ورسره یو مطلب خپور کړی چې یو طالب په بدخشان ولایت کې د څو معترضو محصلو نجونو د وهلو په حال کې ښيي.

دا ویډیو هغه مهال ثبت شوې چې د بدخشان پوهنتون یوشمېر محصلو نجونو د برقې د اغوستلو امر له پامه وغورځاوه او په عادي حجاب کې پوهنتون ته ولاړې خو طالبانو یې مخه ونیوله.

ورځپاڼه د مطلب په دوام کې لیکي چې د بدخشان پوهنتون رییس نقیب الله قاضي زاده د وسله وال طالب له خوا د نجونو د وهلو ټکولو پر خبره اعتراف کوي.

انډيپنډینټ د مطلب په پای کې د افغان ښځو د هغو اعتراضونو یادونه کوي چې تېره اونۍ یې د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو د بندېدو پرضد د کابل د ځینو سیمو د څو ښوونځیو مخې ته وکړل او لیکي چې د تېرکال د اګست په ۱۵مه د نجونو پر تعلیم او په عام محضر کې د هغوی پر ښکاره کېدو د بندیز له لارې د افغان ښځو ځپل پیل کړل.

فایننشل ټایمز:

فایننشل ټایمز ورځپاڼه د تازه معلوماتو له مخې خبر ورکوي چې د طالبانو له خوا د مخدرو موادو پر کر، قاچاق او تولید له بندیز وروسته په افغانستان کې د نشه يي موادو بیې لوړې شوې دي.

ورځپاڼه په عین حال کې یادونه کوي چې په افغانستان کې پر مخدرو موادو د بندیز د عملي تطبیق ډېر لږ شواهد لیدل کېږي.

فایننشل ټایمز د برتانوۍ ټولنې السیس له خوا د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ لیکي، په تېره اپرېل میاشت کې د طالبانو له خوا پر مخدروموادو د بندیز له اعلان وروسته د تریاکو په بیو کې پنځوس سلنه زیاتوالی راغلی دی او د میتامفیتامین چې د کریستل او ګولۍ په نوم یادېږي، بیې هم لوړې شوي.

دا معلومات د سټلایټ له لارې اخیستل شویو تصویرونو په وسیله برابر شوي دي.

ورځپاڼه زیاتوي د افغانستان د نشه يي موادو بیې وروسته له هغه لوړېږي چې طالبانو د مخدرو موادو له قاچاق څخه د ترلاسه شویو پیسو په مټ د شل کلن وسله وال فعالیت په دوام بندیز پرې لګولی.

افغانستان لاهم د تریاکو او هیرویین د تولید له پلوه د نړۍ لومړی هېواد دی خو اوس اوس یې د فایننشل ټایمز په وینا د کریستل تولید ته هم مخه کړې ده.

ورځپاڼه د څارونکو له قوله لیکي چې وايي که څه هم تر ډېره داسې نه ښکاري چې طالبانو به دا بندیز په بشپړ ډول عملي کړی وي، خو د دوی په باور بیې د طالبانو له خوا د پوره بندیز او په بازار کې د نشه يي موادو د احتمالي کمښت له وېرې لوړې شوې دي.