د اوکراین څه باندې درې سوه زره ټنه کرنیز محصولات تور سمندرګي ته واستول شول

په اودیسې بندر کې پوځي چارواکو ویلي، په زیاته پیمانه دغه غله د اوکراین او روسیې ترمنځ د هغې هوکړې له مخې صادره شوې چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب ترلاسه شوې.

د اوکراین څه باندې درې لکه او څلور پنځوس زره ټنه کرنیز محصولات په یوه بېړۍ کې تور سمندرګي ته واستول شول.

د اوکراین چارواکو د ریکارډ په کچه د دغو غلو دانو د صادرولو خبر نن "دوشنبه" ورکړی دی.

په اودیسې بندر کې پوځي چارواکو ویلي، په زیاته پیمانه دغه غله د اوکراین او روسیې ترمنځ د هغې هوکړې له مخې صادره شوې چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب ترلاسه شوې.

روسیه اوس له دغې هوکړې په شا شوې او اوکراین یې تورن کړی چې په تورسمندرګي کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کوي.

اوکراین بیا دا تورونه رد کړي دي.