ډاکټر عبدالله عبدالله له ټام وېسټ سره د نجونو د ښوونځيو پر پرانيستلو خبرې کړي

ټام وېسټ او ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي مصالحې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله وايي، د افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالاتو له ځانګړي استازي ټام وېست سره یې د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو پر بیا پرانیستلو ټلیفوني خبرې وکړې.

ښاغلي عبدالله نن په خپل رسمي فېسبوک کې لیکلي، چې له ټام وېست سره یې په خبرو کې ویلي، چې د نجونو د ښوونځیو پرانیستل د افغانانو اړتیا او غوښتنه ده.

څه باندې ۴۰۰ ورځې کېږي چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو پرمخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې تړلې دي.

د عبدالله عبدالله په خبره په دغو بحثونو کې یې ویلي چې د اوسنیو ستونزو د حل او په هېواد کې د عمومي ثبات لپاره واقعي بین الافغاني خبرې یوه اړتیا ده.

ټام وېسټ تېره پنج شنبه له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم په ټلیفوني خبرو کې د افغانانو ترمنځ د رښتیني ملي ډیالوګ پر بېړنۍ اړتیا خبرې کړې وې.