پرون ايران کې د پوهنتون يو شمېر محصلانو لاريون وکړ

لاريون

په ایران کې د مظاهرو د اوومۍ اوونۍ په دوام بېګا د یو شمېر پوهنتونو محصلان په لاریون وتلي وو.

په سنندج ښار کې د پوهنتون د محصلانو او پولیسو تر منځ د اخ او ډب او د پولیسو له خوا د ډزو راپورونه ورکړل شوي.

په تهران کې د ازاد پوهنتون محصلانو د ایران د رهبر علي خامنه يي پر ضد شعارونه ورکول.

ایراني مظاهره چیان د حکومت له ځپونکو اقداماتو سره سره خپلو مظاهرو ته دوام ورکوي.

د ایران د بشري حقونو د سازمان د راپورونو په اساس څه باندې ۲۵۰ مظاهره چیان د حکومتي ځواکونو له‌خوا وژل شوي او زرګونه نور کسان بندیان شوي.

په تهران کې د هغو محصلینو کورنیو هم مظاهره وکړه چې زامن او لوڼې یې بندیان شوي.

ایرانیانو وروسته له هغه لاریونونه پيل کړل چې په سپټمبر میاشت کې د اخلاقي امنیت د پولیسو په قید کې یوه ځوانه ایرانۍ نجلۍ مړه شوه.

د مهسا امیني خپلوانو شکایت وکړ چې پولیسو هغه په وهلو وهلو مړه کړه.

د هغې مړینې د ایران په لسګونو ښارونو کې بې‌سارې مظاهرې وپارولې.