سوداګرۍ وزارت د ژمي په راتلو کابل ښاريانو ته ۴۰۰زره ټنه سکاره په تخفيف ورکوي

د ډبرو سکاره - ارشيف

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د ژمي په رارسېدو سره به د کابل ښاریانو ته ۴۰۰ زره ټنه سکاره په تخفیف ورکړي.

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي، د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د تېلو د بیو د کنټرول کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ به یو ټن سکاره په ۹ زره افغانیو پر خلکو پلورل کېږي.

جواد زیاته کړه چې یو میلیون ټنه ډیزل او پټرول، ۵۰۰ زره ټنه مایع ګاز او دوه میلیونه ټنه اوړه او غنم چې له روسیې څخه پیرل شوي د عقرب د میاشتې تر پایه به افغانستان ته ورسېږي.

تر دې وړاندې بېلابېلو نړیوالو سازمانونو سږني ژمي کې د بشري ناورین د زیاتوالي خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ میلیونه وګړي کافي خواړه نه لري.