د خوړو نړیوال پروګرام: ګڼ افغانان خپلو ماشومانو ته خواړه نه شي برابرولای

ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د وچکالۍ، اقلیمي بدلون او اقتصادي بحران له کبله ګڼې میندې او پلرونه خپلو ماشومانو ته د خوړو برابرولو په برخه کې له سختو ننګونو سره مخامخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې نن په خپل رسمي ټوېټر کې په فاریاب کې د ۱۶ کلن حضرت ګل عکس هم خپور کړی، چې د دې پروګرام د خوړو مرسته یې ترلاسه کړې ده.

ملګرو ملتونو ویلي په افغانستان کې شا و خوا ۱۹ ملیونه وګړي کافي خواړه نه لري او شاوخوا ۲۴ میلیونه بشري مرستو ته اړتیا لري.