د اروپایي ټولنې د عدلي چارو د کمېشنر په وینا پر اوکراین د روسیې د برید له پیله تر اوسه د روسیې په میلیاردونو یورو شتمنۍ کنګل شوې دي.
دیدیر رینډیرز پرون په یوه مرکه کې څرګنده کړه چې تر اوسه د نوي کسانو شتمني چې تر ۱۷ میلیارده یورو زیاته ده د اروپایي ټولنې په اوو هېوادونو کې کنګل شوې ده او یوازې دوه اعشاریه دوه میلیارده یورو په جرمني کې منجمده ده.
اروپایي ټولنې په تېرو څه باندې اتو میاشتو کې چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی، پر روسیې اته ځله بندیزونه لګولي دي.