په خیبرپښتونخوا کې ۲ پوځیان وژل شوي

ارشیف

د خیبرپښتونخوا په دره اسماعیل خان کې د نښتې پرمهال لږ تر لږه دوه پوځیان وژل شوي او دوه تنه ټپیان شوي دي.

د پاکستاني پولیسو یوه چارواکي عطا اله انعام پرون ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو پر هغو امنیتي ځواکونو او پولیسو برید وکړ چې له یوې ډلې سره روان وو.

دې ډلې له یوې سېل ځپلې سیمې څخه لیدنه کوله.

د ښاغلي انعام په وینا برید په یوې غرنۍ سیمه کې شوی دی او هلته د برید کوونکو د موندلو هڅې روانې دي.

د حملې مسوولیت تحریک طالبان پاکستان ډلې منلی دی.

تر دې پېښې یوه ورځ مخکې په جنوبي وزیرستان کې یو پاکستانی عسکر وژل شوی و او درې تنه ټپیان شوي وو چې د هغه برید مسوولیت هم تحریک طالبان پاکستان اخیستی و.