ريچارد بېنيټ: د بشري حقونو په اړه زما راپور طالبان وضاحت ورکولو ته اړ ويستل

ارشيف

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکونکی وایي، په دې هېواد کې د بشري حقونو د روان وضعیت په اړه راپورونو او بیانونو یې اغېز کړی او د طالبانو چارواکو هڅه کړې چې د موندنو په اړه یې له خپله اړخه وضاحت ورکړي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنیټ وایي، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ده له راپورونو که څه هم د طالبانو د حکومت چارواکي خوښ نه‌دي خو هغوی یې دې ته اړ کړي چې په‌کې د مطرح شویو مواردو په اړه سپیناوی ورکړي.

ښاغلي بېنیټ دغه څرګندونې پرون پنجشنبې په نیویارک کې د ښځو په یوه مجازي فورَم کې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت بحث ته ځانګړی شوی و، وکړې.

"زما راپورونو دوی اړ کړي ترڅو خپل ځان توجیه کړي."

نوموړي په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ وباله.

نوموړي په دې اړه چې ولې د دغه ناوړه وضعیت له عاملانو سره حساب کتاب نه کېږي وویل، افغانستان ته په وروستي سفر کې يې د طالبانو د رئیس الوزرا د مرستیالانو په ګډون د دوی نژدې ټولو جګپوړو چارواکو چې ده ورسره لیدنې کتنې ترسره کړي، هڅه کړې چې د ده په راپورونو کې د مطرح شویو موضوعاتو په اړه له خپله اړخه وضاحت ورکړي.

نوموړي وويل: "کله چې خبره د حساب ورکونې مطرح کیږي، زما په اند ښایي دایې د حساب ورکونې نرمه بڼه وي چې زما راپورونو دوی اړ کړي ترڅو خپل ځان توجیه کړي."

ريچارد بېنيټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ په افغانستان کې د بشري حقونو د روان وضعیت په اړه خپل وروستی راپور چې افغانستان ته یې د خپل وروستي دولس ورځني سفر په پای کې برابر کړی و، د تېرې چهارشنبې په ورځ د ملګروملتونو عمومي اسامبلې ته وړاندې کړاو وروسته یې په یوه خبره غونډه کې پر جزیاتو خبرې وکړې.

لکه څنګه چې بېنیټ ورته اشاره وکړه چې طالبان یې له راپورونو خوښ نه‌دي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم پرون په یوه رسمي اعلامیه کې په دې اړه خپله نارضایتي څرګنده کړې ده.

د دغې اعلامیې په یوه برخه کې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټویټرپاڼه کې ایښې، ویل شوي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ریچارډ بېنیټ راپور له حقیقت سره اړخ نه لګوي.

په اعلامیه کې ویل شوي، افغانستان ته د ښاغلي بېنیټ د سفر په ترڅ کې د اسلامي امارت بېلابېلو چارواکو نوموړي ته ټول هغه شواهد وړاندې کړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د پرمختګ ښکارندوی دي خو ښاغلي بېنیت په خپلو بیانونو کې پر ټولو پرمختګونو سترګې پټې کړي دي.

په دې اړه نور: د طالبانو حکومت په نا مستقيم ډول د ريچارد بېنيټ راپور ته غبرګون ښودلی

دغه راز ویل شوي چې ښاغلي بېنیت ته په وروستي سفر کې ټولو هغو ولایتونو او حساسو ځایونو ته چې نوموړي ورڅخه لیدنې ترسره کړي، د دوی له‌خوا ټول امکانات برابر شوي و چې، د بشري حقونو په اړه په شفافه توګه څېړنې وکړي خو زیاتوي چې له دې سره سره ښاغلي بېنیټ یو اړخیز او غیرمسلکي راپور وړاندې کړی دی.

"دې اړه مې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا ته په خپلو څرګندونو کې هم اشاره کړې وه."

ښاغلي بېنیټ په دې اړه چې ولې طالبان د ده له راپور نا خوښ دي وویل، ده ته ویل شوي چې د طالبانو وضاحت نه‌شي کولای له خپل راپور سره ضمیمه کړي، ځکه د طالبانو سرپرست حکومت نه د ملګروملتونو امنیت شورا او نه هم د ملګروملتونو عمومي اسامبلې تر اوسه په رسمیت پېژندلی او له دا ډول معتبرو راپورونو سره یوازې د هغو دولتونو د سپیناوي راپورونه ضمیه کېدای شي چې د نړیوالو له‌خوا په رسمیت پېژندل شوي وي.

ښاغلي بېنیت زیاته کړه چې له دې سره سره ده بیا هم هڅه کړې چې د طالب چارواکو نظریات منعکس کړي.

نوموړي وويل: "هغه هڅه چې ما په وروستۍ شېبه کې کړي، ځکه راپور بشپړ شوی و، هغه دا وه چې څو جملې مې په‌کې زیاتې کړي او په دې اړه مې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا ته په خپلو څرګندونو کې هم اشاره کړې وه."

يوه مهمه مساله چې د نړيوالو بيا بيا غبرګونونه يې پارولي، د طالبانو د حکومت له‌خوا پر افغان مېرمنو بېلابېلو برخو کې محدوديتونه دي. انځور ارشيف

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي په پرونۍ غونډه کې وویل، د طالبانو چارواکو د کوکنارو، په زندانونو کې له بندیانو سره د چلند او د بشري حقونو د ډېرو نورو مواردو یادونه کړې چې د دوی په باور اوس یې وضعیت ډېر ښه شوی.

خو نوموړي له دې وړاندې په یوه بیان کې چې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا خپور کړی ویلي، له اکثرو مهمو کسانو سره یې چې لیدلي، نږدې ټولو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر ناوړه وضعیت، پر عبادت ځایونو، ښوونځیو، ټرانسپورټي سیسټمونو او اقلیتونو، په تېره بیا پر هزاره ګانو د زیاتو شویو حملو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

په دې اړه نور: ريچارد بېنيټ: د افغان مېرمنو او نجونو شاتګ د افغانستان په تاريخ کې بې‌ساری دی

په نیویارک کې د ښځو په دغه مجازي فورَم کې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت بحث ته ځانګړی شوی و، په نیویارک د افغانستان پخوانۍ دیپلوماتې اصیلا وردګ او د افغانستان د پخواني حکومت د ښځو د چارو وزیرې حبیبه سرابي په حضوري ډول او د ښځو د حقونو فعالې محبوبه سراج په انلاین بڼه په‌کې ګډون کړی و.

مېرمن وردګ وویل، د افغانستان خلک له ښاغلي بېنیټ څخه ډېره تمه کوي چې غږ یې نړیوالې ټولنې ته ورسوي.

مېرمن سرابي هم پر دې ټینګار وکړ نړیواله ټولنه دې یوازې په خبرو بسنه نه کوي، بلکې ورته پکار ده چې عملي اقدامات وکړي.

د ښځو او نجونو د کار او زده‌کړې په ګډون د بشري حقونو نه رعایتول هغه عمده لامل بلل کېږي چې نړیواله ټولنه د طالبانو سرپرست حکومت چې له پیله یې ۱۴ نیمې میاشتې تیریږي، په رسمیت ونه پیژني.