کرېکټ؛ جنوبي افريقا بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه

شل اوريز نړيوال جام

د کرېکټ په نړیوال شل اوریز جام کې نن جَنوبي افريقا په لوی توپیر بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه.

جَنوبي افریقا لومړی بېټنګ وکړ په شلو اورونو کې یې ۲۰۵ منډې وکړې.

د بنګله‌دېش ټول ټیم په ۱۰۱ منډو وسوځېد.

د جَنوبي افریقا لوبغاړي ریلي روسو سلیزه ووهله او کونټن ډیکاک څه باندې شپیته منډې جوړې کړې.

د نن په دویمه لوبه کې هند له هالند لوبه وګټله. د هند ټیم هالندي لوبغاړو ته د ۱۸۰ منډو هدف ورکړ، هالند په ټاکلو اورونو کې یوازې ۱۲۳ منډې جوړې کړای شوې.

دمګړۍ په نړیوال جام کې د پاکستان ټیم له زمبابوې سره مخ دی.

ماښام به د پاکستان ټیم له زمبابوې سره مخ شي او سبا به د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم له ایرلند سره لوبه وکړي.

ایرلند خپله لومړۍ لوبه له انګلستان ګټلې خو افغانستان بیا پرې بایللې.

د افغانستان د ټیم مرستیال روزونکی رئیس احمدزی وايي د سبانې لوبې ګټل ځکه مهمه دي چې تر ډېره د مخته تګ چانس ورته برابريږي.