د ايران په لوېديځ کې په يوه زيارت کې د بريد له امله ۱۵ کسان وژل شوي

برید د شیراز په ښار کې د شاه چراغ په مقبره کې د ماښام د لمانځه پر مهال شوی دی.

د ایران په لوېدیځ کې کې د شیعه مسلمانو پر یو زیارت برید کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.

دا خبره د ایران دولتي رسنیو کړې او د داعش وسله‌والې ډلې یې مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.

برید د شیراز په ښار کې د شاه چراغ په مقبره کې د ماښام د لمانځه پر مهال شوی دی.

د ایران دولتي ټلوېزون وايي برید ګر یو وسله‌وال و چې ۱۹ کسان یې نور ټپیان کړي هم دي.

ایراني چارواکو ویلي، بریدګر یې نیولی دی.

تر دې مخکې راپورونو کې ویل شوي وو چې برید د درې وسله‌والو له‌خوا شوی، چې ۱۳ کسان په‌کې وژل شوي او څلوېښت نور ټپیان شوې دي.

هغه زيارت چې بريد په‌کې شوی دی.

دایران د قضايي قوي ځايي مشر کاظم موسوي د ایران دولتي تلویزون ته ویلي چې په بریدګر " یوازې یو ترهګر " و.

د سیمې یو بل دولتي چارواکي هادي ایمانیه د ایران دولتي ټلوېزون ته ویلي، بریدګر په دې زیارت کې پر راټولو شویو " عبادت کونکو بې توپیره ډزې کړي دي "

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ددې برید په وړاندې د "سخت غبرګون " ژمنه کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي ، تهران به د " ترهګرو او بهرنیو لاسوهونکو په وړاندې " اقدامات وکړي.

حسين امير عبداللهيان

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په هغه بیان کې چې دولتي رسنیو خپور کړی زیاته شوې چې "دې جنایت په ایران کې د ویرې او تاوتریخوالي د خپرونکو شیطاني اراده په بشپړه توګه روښانه کړه."

عبدالهیان همدارنګه د داسې باوري معلوماتو د لرلو ادعا کړې چې دده په وینا "دښمنانو د ایران د نا امنه کولو لپاره یو څو اړخیزه طرحه جوړه کړې ده."

ددې برید مسؤلیت د داعش وسله‌والې ډلې منلی دی.

تر دي مخکې د داعش وسلوالې ډلې په ایران کې د یو لړ نورو بریدونو مسولیت منلی وو چې په کې په ۲۰۱۷ م کال کې د ایران د اسلامي انقلاب د رهبر ایت الله روح الله خمیني په مقبر کې دوه وژونکي بریدونه هم شامل دي.

په ایران کې دا برید داسې مهال کیږي چې د پنجشنبې په ورځ د ایران امنیتي ځواکونو له هغو اعتراض کونکو سره نښتې وکړې چې د پولیسو په توقیف کې د وژل شوې نجلۍ مهسا امیني د مړینې د څلوېښتۍ په مناسبت لارو کوڅو ته راوتلي وو.

په دې اړه نور: د مهسا امیني د وژنې ۴۰ ورځې پوره کېدل؛ یو شمېر خلک یې قبر ته ورغلي

امیني د سپټمبر په ۱۶مه نېټه په تهران کې د پولیسو په توقیف کې مړه شوې وه.

هغه تر مرګ څو ورځې مخکې د هغه څه له کبله چې ایراني چارواکو "نامناسب" حجاب بللی و د ایران د ګشت ارشاد پولیسو نیولې وه.

د هغې مرګ په ټول ایران او له ایران بهر اعتراضونه راپورته کړل چې لا هم دوام لري.