روسيې پرون د اوکراين پر څلوېښت سيمو بريدونه کړي

اوکراين کې جګړه

روسیې د اوکراین په مختلفو سیمو کې خپلو بریدونو ته ادامه ورکړې ده او پرون یې هم یو شمېر ملکیان په نښه کړل.

د اوکراین د پوځ په وینا پرون روسیي ځواکونو په لږ تر لږه څلوېښت سیمو حمله وکړه.

په دې ترڅ کې اوکرایني ځواکونه د خیرسون پر ستراتیژیک ښار د برید لپاره چمتو کیږي.

بل لور ته کییف یو ځل بیا له خپلو غربي متحدانو وغوښتل چې د اوکراین هوایي دفاع پیاوړې کړي.