د کرېکټ په نړيوال جام کې د افغانستان لپاره کومه لوبه مهمه ده؟

افغان کرېکټ ملي لوبډله په استرالیا کې د نړیوال کرېکټ سیالیو پر مهال

په استرالیا کې د شل اورونو د کرېکټ د نړیوال جام لوبو په ترڅ کې نن د پاکستان لپاره او سبا د افغانستان لپاره لوبه ډېره مهمه ده.

که پاکستان نننۍ لوبه بایلي له خپل ګروپه یې د وتلو چانس کمیږي، افغانستان کې سبانۍ لوبه بایلي له ګروپه یې د وتلو چانس تقریبا له منځه ځي.

افغان لوبډله په الف ګروپ کې ده، تر اوسه یې یوه لوبه له انګلستان سره بایللې ده، بله یې پرون د باران له امله له نیوزیلنډ سره مساوي شوه چې یو امتیاز یې ترلاسه کړ.

که چېرته افغانستان سبا ایرلنډ ته ماتې ورکړي نو له دریو لوبو به درې امتیازه ترلاسه کړي.

دا امتیازات د افغانستان لپاره د دې په خاطر هم اهمیت پیدا کوي چې سبا به د انګلستان او استرالیا ترمنځ یو ټیم لوبه بایلي او دا دوه لوبډلې تر اوسه له دوو لوبو دوه امتیازه لري چې په دې ډول به افغانستان په خپل ګروپ کې د ایرلنډ له ماتې سره د شپږو لوبډلو په کتار کې درېیم شي.

افغان کرېکټ ملي لوبډله

که ایرلنډ دا لوبه وګټله د افغانستان چانس چې له دې ګروپه به بلې مرحلې ته وځي یو مخ کمیږي، ځکه چې افغانستان تر اوسه د ګروپ په اخره کې دی.

د نړیوال جام د نن ورځې لوبې د (ب) ګروپ د لوبډلو ترمنځ دي

افغانستان سږ کال د شل اورونو د ترسره کړیو لوبو له مخې د نړۍ لسم هېواد دی او ایرلنډ دولسم ځای لري، خو په روان نړیوال جام کې پرون ایرلنډ د انګلستان پياوړې لوبډلې ته د پنځو رنزونو په توپیر ماتې ورکړه او افغانستان له انګلستان څخه خپله لومړۍ لوبه د شنبې په ورځ د پنځو ویکټو په توپیر بایللې وه.

البته په پرونۍ لوبه کې له ایرلنډ سره باران یاري وکړه ځکه چې باران وشو او د انګلستان لوبغاړو شپږ اووره چې عادتا په‌کې لوبغاړي لوبه تیزوي ونه لوبول او د (ډي ایل ایس) په نوم د منل شوي میتود له مخې ایرلنډ په دې لوبه کې بریالی وبلل شو.

په دې اړه نور: د افغانستان او نيوزلنډ کرېکټ لوبه د باران له امله ځنډېدلې ده

د نړیوال جام د نن ورځې لوبې د (ب) ګروپ د لوبډلو ترمنځ دي

لومړۍ لوبه د جنوبي افریقا او بنګله‌دېش، دوهمه د هند او هالنډ درېیمه د پاکستان او زیمبابوې ترمنځ.

هند او بنګله‌دېش تر اوسه یوه یوه لوبه کړې ده او ګټلي یې دي.

پاکستان خپله لومړۍ لوبه بایللې ده، د جنوبي افریقا او زیمبابوې لوبه د باران له امله مساوي شوې ده.

نن د پاکستان لپاره ډېره مهمه ده چې لوبه وګټي کنه بل پړاو ته یې د وتلو چانس کمیږي.

نړیوال جام د اکتوبر په شپاړسمه په استرالیا کې پیل شو چې پایلوبه یې د نومبر په دیارلسمه ده.